
د امریکا په لوئیزیانا ایالت کې د ډزو په یوه خونړۍ پېښه کې لږ تر لږه اته ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د یوې کورنۍ شخړې وروسته رامنځته شوې او امنیتي ځواکونه د سهار وختي سیمې ته رسېدلي دي.
چارواکي وایي چې دا پېښه څو ځایونه رانغاړي او د قربانیانو عمرونه د یو څخه تر ۱۴ کلونو پورې وو.
پولیسو ویلي چې شکمن له پېښې وروسته د تېښتې هڅه کړې، خو وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا په بل ښار کې وویشتل شو او ووژل شو.
تر اوسه د دې برید انګېزه نه ده روښانه شوې او څېړنې روانې دي.
دا پېښه یو ځل بیا په امریکا کې د وسلوال تاوتریخوالي او د کورنیو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.











