
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي اعلان کړی چې د خبرو دویم پړاو لپاره به د ایران پلاوی اسلامآباد ته ولاړ نه شي.
هغه ویلي چې دا پرېکړه پاکستان ته، چې د منځګړي رول لري، رسماً رسېدلې ده.
بقایي ټینګار کړی چې ایران له پیل څخه خپلې «سرې کرښې» ټاکلې او دا دریځ به بدل نه شي.
هغه زیاته کړې چې تهران د ضربالاجل او اولتیماتوم منلو ته چمتو نه دی او پرېکړې یوازې د ملي ګټو پر بنسټ کوي.
په عین حال کې، هغه خبرداری ورکړی چې د امریکا او اسرائیل له هر ډول پوځي اقدام سره به نظامي ځواب ورکړل شي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د کړکېچ د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي، خو لا هم د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات موجود دي.











