افغان فعالانو د پاریس غونډې په دویمه ورځ د فرانسې بهرنیو چارو وزارت ته په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندنې غوښتنه سپارلې ده.
دا وړاندیز د دې لپاره وړاندې شوی چې د جنسیتي اپارتاید موضوع د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راجع شي او د طالبانو له لوري پر ښځو د محدودیتونو پر ضد حقوقي او دیپلوماتیک اقدامات تعقیب شي.
فعالان وایي، د ښځو پر زدهکړو، کار، ټولنیز حضور او اساسي حقونو محدودیتونه یوازې کورنۍ پالیسۍ نه دي، بلکې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره جدي ټکر لري.
دغه اقدام داسې مهال کېږي چې د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې د نړیوالو حقوقي او سیاسي فشارونو د زیاتېدو غوښتنې هم پراخې شوې دي.
شنونکي وایي، که د «جنسیتي اپارتاید» مفهوم په نړیواله کچه رسمیت ومومي، دا به د طالبانو پر وړاندې د فشار نوی حقوقي چوکاټ رامنځته کړي او د نړیوالو تعاملاتو پر راتلونکي اغېز ولري.
په ورته وخت کې، د افغان ښځو د حقونو فعالان هڅه کوي د افغانستان د ښځو موضوع یوازې د بشري مرستو تر کچې محدوده پاتې نه شي، بلکې د نړیوالو حقوقي او سیاسي بحثونو مرکزي موضوع وګرځي.











