افغان-بریتانوي ښځه او د بریتانیا د کارګر ګوند نومانده رابعه نسیمي د لوېدیځ لندن د ښار شورا په ټاکنو کې بریالۍ شوې ده.
اغلې نسیمي د «ایسټ اکتون» له ټاکنیزې حوزې نومانده وه او د ۱۲۰۷ رأیو په ترلاسه کولو سره یې د ښار شورا څوکۍ وګټله.
هغې په ۱۹۹۹ کال کې، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، له خپلې کورنۍ سره بریتانیا ته کډه کړې وه او وروسته په لندن کې مېشته شوې ده.
رابعه نسیمي د بشري حقونو او کډوالۍ د فعالې په توګه پېژندل کېږي او د کمبریج پوهنتون د دوکتورا سند هم لري.
د هغې بریا داسې مهال ثبت شوې چې د بریتانیا د ښار شورا ټاکنې د پنجشنبې په ورځ په ټول هېواد کې ترسره شوې.
په دغو ټاکنو کې د کارګر ګوند په لندن کې ډېری څوکۍ وګټلې، خو په ځینو نورو سیمو کې یې ماتې هم وخوړه.
شنونکي وایي، د رابعه نسیمي بریا د لوېدیځو هېوادونو په سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو کې د افغان کډوالو د پراخېدونکي حضور یوه بېلګه ګڼل کېږي.
د ډېرو افغان کډوالو لپاره، دا ډول بریاوې د جګړې، مهاجرت او حاشیهنشینۍ له تجربو څخه د سیاسي مشارکت او ټولنیز نفوذ پر لور د تګ سمبول بلل کېږي.











