د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې د سعودي عربستان، عمان، متحده عربي اماراتو او مصر له مشرانو سره یې په خبرو کې د امریکا او ایران ترمنځ د چټک توافق پر اړتیا ټینګار کړی دی.
مکرون په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې له رامنځته شوي فرصت څخه باید ژر ګټه واخیستل شي او اوسنی لومړیتوب باید اوربند او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د هرمز تنګي بېقید او شرطه بیا پرانیستل وي.
هغه زیاته کړې چې له دې وروسته باید خبرې د ایران د اټومي پروګرام، توغندیزو فعالیتونو او د سیمې د ثبات په اړه د یوه هراړخیز توافق لپاره دوام ومومي.
د فرانسې ولسمشر ویلي چې پاریس چمتو دی د سمندري امنیت، اټومي مذاکراتو او د سیمهییز امنیتي چوکاټ د رامنځته کولو په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
مکرون په خپلو څرګندونو کې د لبنان وضعیت ته هم اشاره کړې او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه یې کړې ده.
هغه ویلي چې د لبنان په جنوب کې د جګړو پراخېدل د توجیه وړ نه دي او ټول لوري باید د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي.
د فرانسې دا دریځ په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي توافق په اړه ډیپلوماتیکې هلې ځلې زیاتې شوې او د هرمز تنګي د امنیت موضوع د نړیوالو بحثونو مهمه برخه ګرځېدلې ده.














