یو شمېر پخواني افغان امنیتي افسران وایي چې بریتانیا ته د انتقال لپاره د کلونو انتظار وروسته، د افغانانو د ځای پر ځای کولو او ملاتړ پروګرام (ARAP) په چوکاټ کې د دوی غوښتنلیکونه رد شوي او اوس له سختو امنیتي او معیشتي ستونزو سره مخ دي.
د دغو افسرانو په وینا، دوی د افغانستان د جګړې پر مهال له بریتانوي ځواکونو سره په مستقیم یا غیرمستقیم ډول همکاري کړې وه او د دې همکارۍ د ثابتولو لپاره یې اسناد، انځورونه، ویډیوګانې، ستاینلیکونه او د ژوند د ګواښ شواهد هم سپارلي دي.
دوی وایي چې ډېری غوښتنلیکونه د ورته دلایلو له مخې رد شوي؛ لکه د بریتانیا له دولت سره د مستقیم استخدام د اسنادو نشتوالی او یا هم د وړاندې شویو شواهدو نه تاییدېدل.
دغه کسان ځانونه د ځانګړو قطعاتو، ملي امنیت، اردو او پولیسو پخواني غړي معرفي کوي او ټینګار کوي چې د جګړې په شرایطو کې یې ډېرې همکارۍ له رسمي قراردادونو پرته ترسره شوې وې.
د افغانانو د ځای پر ځای کولو او ملاتړ پروګرام یا ایآرایپي په ۲۰۲۱ کال کې د هغو افغانانو د انتقال لپاره جوړ شوی و چې د بریتانیا د ماموریت ترڅنګ یې په افغانستان کې کار کړی و.
دا پروګرام د ۱۴۰۴ کال د سرطان په میاشت کې د نویو غوښتنلیکونو پر مخ وتړل شو.
پخواني افغان افسران وایي چې د دغه پروګرام تړل کېدل په داسې حال کې ترسره شوي چې د ډېرو کسانو دوسیې لا هم وروستۍ شوې نه دي او یو شمېر غوښتونکي لا هم په افغانستان او یا ګاونډیو هېوادونو کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
دوی له رسنیو، بشري حقونو سازمانونو او د بریتانیا د پارلمان له غړو غوښتي چې د رد شویو دوسیو د ارزونې بهیر په خپلواکه توګه وڅېړي او د بریتانیا حکومت د خپلو افغان همکارانو په وړاندې پر ژمنو عمل وکړي.














