په مسکو کې د طالبانو او روسیې ترمنځ د پوځي ـ تخنيکي همکارۍ د هوکړې له لاسليک وروسته، يو شمېر اروپايي او اوکرايني رسنيو د دې تړون د پټو پايلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روسیې د امنيت شورا منشي سرګي شويګو او د طالبانو د دفاع وزير محمد يعقوب مجاهد د غبرګولي په شپږمه، د چهارشنبې په ورځ، د مسکو ښار په څنډه کې د نړيوال امنيتي فورم په حاشيه کې يو امنيتي تړون لاسليک کړ.
تر اوسه د دې سند جزئيات په رسمي ډول نه دي خپاره شوي او همدې موضوع په اروپا کې د اټکلونو او ګمانونو يوه څپه راپورته کړې ده.
برېټانوي ورځپاڼې «انډيپنډنټ» په يوه تحليلي راپور کې دا پوښتنه مطرح کړې چې ايا کېدای شي د طالبانو جنګيالي د اوکراين د جګړې په جبهاتو کې راڅرګند شي؟
دې رسنۍ ليکلي چې د تړون د محتوا پټ ساتل داسې اندېښنې زياتوي چې ښايي روسيه د اوکراين په جګړه کې د مرستې لپاره د طالبانو له جنګيالو استفاده وکړي.
اوکرايني ورځپاڼې «کيف پوسټ» هم راپور ورکړی چې مسکو په وروستيو کلونو کې له طالبانو سره خپلې اړيکې په تدريجي ډول پراخې کړې دي.
رومانيايي رسنۍ «ميديافکس» هم ليکلي چې دا اندېښنې د روسیې او شمالي کوريا د پوځي همکارۍ له تجربې وروسته زياتې شوې؛ هغه هېواد چې مخکې يې زرګونه سرتېري د اوکراين جګړې ته استولي وو.
په راپورونو کې همدارنګه د ايران پر ضد د لوېديځو هېوادونو هغو تورونو ته اشاره شوې چې ګواکې روسیې ته يې بې پيلوټه الوتکې او پوځي تجهيزات استولي دي.
خو شنونکي وايي طالبان نه داسې پرمختللې وسلې لري چې روسیې ته يې صادرې کړي او نه هم د دوی ځواکونه د منظم پوځونو په څېر کلاسيکه نظامي روزنه لري.
سره له دې، راپورونه ښيي چې روسیې تر دې وړاندې هم د اوکراين په جګړه کې بهرني اتباع کارولي دي.
د راپورونو له مخې، لسګونه هندي ځوانان د کار او لوړو عايداتو په ژمنه روسیې ته لېږدول شوي او وروسته د جګړې لومړۍ کرښو ته استول شوي دي.
هندي چارواکو هم تاييد کړې چې د دغه هېواد يو شمېر وګړي د روسیې د پوځ په ليکو کې حضور لري او ځينې يې وژل شوي هم دي.
د اوکراين پوځي استخباراتو هم تېره مياشت ادعا کړې وه چې روسيه غواړي په ۲۰۲۶ کال کې د اوکراين پر ضد جګړې لپاره له ۱۸ تر ۲۰ زرو پورې بهرني وګړي جذب کړي.
په همدې حال کې، ځينې شنونکي باور لري چې د طالبانو او روسیې همکاري ښايي تر ډېره د سيمه ييز امنيت، د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد مبارزې، استخباراتي معلوماتو تبادلې او پوځي روزنې پر برخو متمرکزه وي.
روسیې په وروستيو کلونو کې څو ځله په افغانستان کې د افراطي ډلو، د نشه يي توکو د قاچاق او امنيتي بې ثباتۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
بل لور ته، طالبان هم هڅه کوي له مسکو سره خپلې پوځي او امنيتي اړيکې پراخې کړي او د روسیې پوځي ملاتړ، تجهيزات او روزنيزې مرستې ترلاسه کړي.














