د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل اختريز پيغام کې ټينګار کړی چې افغانستان يوازې هغه مهال پرمختګ او پراختيا ته رسېدلی شي چې يو موټی، باسواد او د هېواد پر وړاندې د مالکيت احساس لرونکی ملت ولري.
کرزي د غبرګولي په شپږمه، د چهارشنبې په ورځ، د لوی اختر په مناسبت په خپاره کړي پيغام کې ليکلي چې پياوړی او بااستعداده بشري ځواک د افغانستان د پرمختګ اصلي کلي ده.
هغه يو ځل بيا هيله څرګنده کړې چې د افغان ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانيستل شي.
د افغانستان پخواني ولسمشر ويلي چې د ښځو له ګډون او د مسلکي کادرونو له حضور پرته د هېواد پرمختګ او پراختيا ناشونې ده.
حامد کرزي د خپل پيغام په بله برخه کې په افغانستان کې د اوبو د کمښت جدي خطرونو ته اشاره کړې او له خلکو يې غوښتي چې د ځمکې لاندې اوبو له بې ځايه مصرف څخه ډډه وکړي.
هغه همدارنګه د وروستيو سختو بارانونو او سېلابونو قربانيانو کورنيو ته تسليت ويلی دی.
کرزي په خپل پيغام کې د پاکستان د هوايي او توپچي بريدونو قربانيان هم ياد کړي او ليکلي يې دي:
«د اختر په ورځو کې د پاکستان د هوايي او توپچي بريدونو د قربانيانو ياد درنوو او له غمجنو کورنيو سره يې خواخوږي څرګندوو.»
حامد کرزي په وروستيو کلونو کې څو ځله د نجونو د زده کړو، د ښځو د ګډون او په افغانستان کې د يوه ټولګډونه نظام پر جوړېدو ټينګار کړی دی.














