د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې د فلسطیني اشغال شوو سیمو کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو پر ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچسکا البانیز لګېدلي بندیزونه لغوه شوي دي.
دغه بندیزونه مخکې د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر مهال د البانیز د هغو دریځونو او راپورونو له امله لګول شوي وو چې د فلسطینیانو د بشري حقونو وضعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی و.
فرانچسکا البانیز څو ځله اسرائیل د فلسطینیانو د بشري حقونو په نقض تورن کړی او د هغه څه په اړه یې چې «د فلسطینیانو د حقونو سیستماتیک نقض» یې بللی، د حساب ورکولو غوښتنه کړې وه.
د دغو بندیزونو لغوه کېدل داسې مهال ترسره کېږي چې د غزې جګړه، د بشري حقونو وضعیت او پر اسرائیل نړیوال فشارونه لا هم د امریکا د بهرني سیاست او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه دي.
د ټرمپ حکومت د بندیزونو د لګولو پر مهال د البانیز راپورونه جانبدارانه او د واشنګټن او تلابیب له سیاستونو سره په ټکر کې بللي وو.
خو د دغو بندیزونو منتقدانو ویلي وو چې د ملګرو ملتونو پر یوه راپور ورکوونکې فشار راوستل د نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو د خپلواکۍ لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
شنونکي وایي، د دغو بندیزونو لغوه کېدل ښايي د نړیوالو بشري حقونو له ادارو سره د واشنګټن د کړکېچ د کمولو او د ځینو پخوانیو سیاستونو د بیاکتنې نښه وي.














