په نیمروز ولایت کې ځايي سرچینو راپور ورکړی چې د زرنج ښار د مهاجرآباد سیمې دوه وروڼه د یوې څاه د پاکولو پر مهال د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.
هغو سرچینو چې له ندای بلوچ رسنۍ سره خبرې کړې، ویلي چې دغه پېښه پرون رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، قربانیان د څاه د پاکولو لپاره ښکته شوي وو چې د ګاز نیونې له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.
د دغو دوو وروڼو هویت نثار احمد او حسین ښودل شوی دی.
تر اوسه د ګاز د ډول یا د پېښې د ځای د خوندیتوب وضعیت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
په افغانستان کې تر دې وړاندې هم په څاهونو او تړلو ځایونو کې د ګاز نیونې ورته پېښې څو ځله رامنځته شوې دي.
کارپوهان وایي، د خوندیتوب د وسایلو نشتوالی، مناسبې هواخورۍ نه موجودیت او په څاهونو او محدودو ځایونو کې د کار لپاره د اړینو روزنو کمښت د دغسې پېښو د تکرار اصلي لاملونه دي.
د هغوی په وینا، د افغانستان په ډېرو سیمو کې خلک پرته له محافظتي وسایلو او خوندیتوب معیارونو څاهونو ته ښکته کېږي، چې دا کار د زهري ګازونو او د اکسیجن د کمښت له امله د مړینې خطر زیاتوي.
دغه پېښه یو ځل بیا د افغانستان په محرومو سیمو کې د زیربنايي ستونزو او د خوندیتوب د امکاناتو کمښت ته پام اړولی دی.














