د تاجیکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویلي چې یو شمېر افغان کډوال د «درنو جرمونو» د ترسره کولو له امله له دغه هېواده ایستل شوي دي.
دغه امنیتي بنسټ د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پخواني نوماند محمد حکیم تورسن د غوښتنې په ځواب کې د افغان کډوالو د ایستلو د علتونو په اړه وضاحت خپور کړ.
د خپرې شوې اعلامیې له مخې، تاجیکستاني چارواکو ټینګار کړی چې اوس مهال لسګونه زره افغان اتباع په قانوني ډول په دغه هېواد کې ژوند او کار کوي او هغوی ته د استوګنې، کار او زدهکړو مناسب شرایط برابر شوي دي.
خو د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې ادعا کړې چې ځینو افغان کډوالو د دغه هېواد قوانین په جدي ډول نقض کړي دي.
دغه بنسټ ویلي چې ایستل شوي کسان د مخدره موادو د قاچاق، په ترهګرو ډلو کې د غړیتوب، پر ماشومانو د جنسي تېري، د قمار مرکزونو د جوړولو او د اسنادو د جعل په تور نیول شوي او ایستل شوي دي.
په اعلامیه کې د ۶۷۰ قضیو د مخدره موادو قاچاق، ۳۲ د ترهګرو ډلو غړیتوب، ۱۵ د ماشومانو پر وړاندې جنسي جرمونه، ۵۹۴ د جعلي اسنادو کارول د پناه غوښتنې لپاره، او ۴۵ د قمار مرکزونو اړوند قضیو یادونه شوې ده.
د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې ټینګار کړی چې دغه ډول کړنې «د هېواد امنیت په مستقیم ډول ګواښي.»
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې تاجیکستان شاوخوا ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ ایستلې دي.
د ځینو پناه غوښتونکو په وینا، هغوی ته د خپلو وسایلو او شتمنیو د راټولولو لپاره کافي وخت نه و ورکړل شوی او د هغوی یوه برخه مالونه په تاجیکستان کې پاتې شوي دي.
کارپوهان وایي، په سیمهییزو هېوادونو کې پر افغان کډوالو د فشارونو زیاتېدل د دغو کډوالو د بشري او حقوقي وضعیت په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي؛ په ځانګړي ډول اوس چې ډېری یې د امنیتي او سیاسي ګواښونو له امله افغانستان پرېښی دی.














