د تایلنډ پخوانی لومړی وزیر تاکسین شیناواترا د دوشنبې په ورځ د خپلې یو کلنې محکومیت د اته میاشتو له تېرولو وروسته د بنکاک له زندانه خوشې شو.
هغه د فساد او له واک څخه د ناوړه استفادې اړوند تورونو له امله محکوم شوی و او د تایلنډي چارواکو د پرېکړې له مخې باید د خپلې محکومیت د پاتې مودې تر پایه برېښنایي لاسبند وکاروي.
الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د تاکسین سلګونه پلویان، د کورنۍ غړي او سیاسي متحدان د بنکاک د کلونګ پریم مرکزي زندان مخې ته راټول شوي وو.
د راپور له مخې، د هغه پلویانو د خوشې کېدو پر مهال شعارونه ورکول: «موږ تاکسین خوښو.»
تاکسین شیناواترا ۷۶ کلن دی او په تېرو دوو لسیزو کې د تایلنډ له تر ټولو جنجالي او بانفوذه سیاسي څېرو څخه ګڼل کېږي.
هغه له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۶ پورې د تایلنډ لومړی وزیر و، خو وروسته د پوځ له کودتا وروسته له واکه لرې شو.
تاکسین په ۲۰۲۳ کال کې د ۱۵ کلن ځانتبعید وروسته تایلنډ ته راستون شو څو د زندان حکم عملي کړي.
د هغه لومړنۍ محکومیت اته کاله زندان و، خو وروسته د تایلنډ د پاچا په فرمان یو کال ته راکم شو.
هغه تایلنډ ته له راستنېدو وروسته له یوې ورځې لږ وخت په زندان کې پاتې شو او بیا د روغتیايي ستونزو له امله د بنکاک د پولیسو ځانګړي روغتون ته انتقال شو.
دغه انتقال له پراخو نیوکو سره مخ شو او د حکومت مخالفانو دا د پخواني لومړي وزیر لپاره ځانګړی امتیاز وباله.
سیاسي شنونکي وایي، د تاکسین خوشې کېدل ښایي یو ځل بیا د تایلنډ پر سیاسي فضا اغېز وکړي، ځکه هغه لا هم د خپل هېواد د سیاسي جریانونو او پلویانو ترمنځ پراخ نفوذ لري.














