د طالبانو د کډوالو په چارو عالي کمېسیون اعلان کړی چې پاکستان د شنبې په ورځ د ثور په ۱۹مه، ۳ زره او ۸۶۸ افغان کډوال ایستلي دي.
د دغه کمېسیون په وینا، یاد کډوال د تورخم او سپینبولدک له لارو افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.
کمېسیون همداراز ویلي چې د شنبې په ورځ ۱۷۴ نور افغان کډوال هم د ایران له لوري د اسلامقلعه او ورېښمو لارې له لارې ایستل شوي دي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته، اسلامآباد د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او هره ورځ ګڼ شمېر افغانان له دغه هېواده باسي.
نړیوالو سازمانونو څو ځله خبرداری ورکړی چې افغانستان د راستنېدونکو د پراخې څپې د منلو او ادغام لپاره کافي امکانات او ظرفیت نه لري.
دغه بنسټونه ټینګار کوي چې د ښځو، خبریالانو، پخوانیو نظامیانو او د مخکیني حکومت د کارکوونکو بېرته ستنول، په ځانګړي ډول د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته، له جدي خطرونو سره مل کېدای شي.
د کډوالو ایستل داسې مهال دوام لري چې ګڼې راستنې شوې کورنۍ په افغانستان کې له سختو اقتصادي ستونزو، د سرپناه له کمښت او د کاري فرصتونو له نشتوالي سره مخ دي.
شنونکي وایي، د جبري ستنولو دوام ښایي د افغانستان بشري او اقتصادي بحران نور هم ژور کړي.














