تمیم عاصي، د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال او پوځي چارو شنونکي، د پاکستان د وروستیو سیاستونو په غبرګون کې دغه هېواد «پوځي دیکتاتوري» بللې چې د هغه په وینا د پوځ لوی درستیز او ISI یې اداره کوي.
عاصي په پاکستان کې د ځینو افغان څېرو د رسنیز حضور په اړه ویلي چې هغوی «بېخبره او خاین دلقکان» دي او ټینګار یې کړی چې افغانستان صاحب لري؛ داسې نسل چې باخبره، لوستی او وطنپال دی.
هغه ویلي، که څوک له لونګۍ او څپلۍ سره وي او که له دریشۍ او نکتایي سره، ټول د یوه وطن مینه وال دي.
تمیم عاصي همداراز پاکستان ته خبرداری ورکړی چې په خپلو اټومي کلاهکو دې نه نازېږي او د برترۍ تصور دې نه کوي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي اړیکې په وروستیو میاشتو کې لا پسې ترینګلې شوې دي.
شنونکي وایي، د عاصي دا توند دریځ د هغو احساساتو انعکاس دی چې په افغانستان کې د پاکستان د رول او سیمهییزو سیاستونو پر وړاندې موجود دي.
په ورته وخت کې، دا ډول څرګندونې کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر افکارو او سیاسي فضا هم اغېز وکړي، په ځانګړي ډول په داسې شرایطو کې چې سرحدي او امنیتي کړکېچونه دوام لري.











