د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې دې ادارې له خپلو شریکانو سره په ګډه په افغانستان کې نږدې څلور میلیونه ماشومانو ته درسي توکي وېشلي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د ۲۳۲ ښوونځیو په بیارغونه کې برخه اخیستې ده.
د یونیسف استازي تاجالدین اویواله د چهارشنبې په ورځ د ثور په ۱۶مه په اکس کې د هغو ماشومانو انځورونه خپاره کړل چې درسي بستې یې ترلاسه کړې وې، او ویې ویل چې دا مرستې او د ښوونځیو رغونه ماشومانو ته د زدهکړې او ودې لپاره ښه چاپېریال برابروي.
یونیسف همداراز ټینګار کړی چې هر ماشوم د خوندي تعلیمي چاپېریال او د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره د اړینو وسایلو مستحق دی.
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو ادارو له لوري د تعلیمي بنسټونو د پیاوړتیا هڅو سره سره، د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لا هم دوام لري، او میلیونونه نجونې له رسمي تعلیم محرومې پاتې دي.
د نجونو پر زدهکړو د محدودیت تر څنګ، د درسي نصاب د بدلون او د معارفو د ایډیولوژیک لوري په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
منتقدان وایي، تعلیمي مرستې که څه هم مهمې دي، خو یوازې د افغانستان د ژور تعلیمي بحران حل نه شي کېدای؛ ځکه دا بحران یوازې د امکاناتو کمښت نه، بلکې د تعلیمي حقونو محدودیت او د زدهکوونکو د لویې برخې ایستل هم رانغاړي.
شنونکي باور لري چې د ښوونځیو رغول او د کتابونو وېشل هغه وخت واقعي معنا پیدا کوي چې د جنسیت له تبعیض پرته د ټولو ماشومانو د زدهکړې حق تضمین شي.











