د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د «پروژه ازادي» په چوکاټ کې په هرمز تنګي کې پر امریکایي کښتیو برید وکړي، د واشنګټن غبرګون به دومره سخت وي چې ایران به «له نقشې محوه شي».
ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې امریکا له پوځي پلوه برلاسی دی او که اړتیا وي، له دې توان څخه به استفاده وکړي.
هغه زیاته کړه چې متحده ایالات پرمختللي وسلې او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پراخ پوځي اډې لري او چمتو دي چې له دې ظرفیتونو ګټه واخلي.
په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې ایران د سولې په خبرو کې «زیاته انعطاف» ښودلې ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ټرمپ تند لحن له دې ادعا سره په تضاد کې ښکاري چې ګواکې په مذاکراتو کې پرمختګ شته.
د دې دوو پیغامونو ترکیب ښيي چې واشنګټن هممهاله د پوځي فشار او دیپلوماسۍ دواړه لارې کاروي.
له یوې خوا، شدید خبرداری هڅه کوي د ایران لپاره د هر ډول اقدام بیه لوړه کړي، او له بلې خوا د انعطاف یادونه د خبرو د دروازې پرانیستې پاتې کېدو نښه ګڼل کېږي.
شنونکي وایي، دا دوهګونی چلند هم کولای شي فشار زیات کړي او هم د غلط برداشت خطر لوړ کړي، په ځانګړي ډول په داسې چاپېریال کې چې هر سیاسي پیغام کولای شي سمدستي پوځي پایلې ولري.











