
په کابل کې د طالبانو یوې ځانګړې محکمې اعلان کړی چې د ښار لوېدیځ کې د «امید سبز ښارګوټي» په نوم له ۱۵۰۰ جریبو زیاتې ځمکې امارتي ملکیت بلل شوې دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي چې د اسنادو او مدارکو تر ارزونې وروسته، ۱۵۰۷.۴۹ جریبه ځمکه د دولت اړوند تشخیص شوې، ځکه چې د کادستر په اسنادو کې د دولت په نوم ثبت وه.
د دې ادارې په وینا، دا ځمکې اشخاصو یا خصوصي بنسټونو ته نه وې انتقال شوې، نو ځکه یې ملکیت د طالبانو تر ادارې لاندې دولت پورې تړاو لري.
خو یوه باخبره سرچینه وایي چې د اسنادو د ارزونې بهیر شفاف نه و او د تبعیضي چلند په اړه اندېښنې شته، که څه هم دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي تر نوم لاندې پراخ اقدامات پیل کړي، خو د ځینو لانجمنو ملکیتونو د مصادرې راپورونه هم خپاره شوي دي.
د امید سبز ښارګوټي دوسیه یو ځل بیا د ځمکو د مالکیت، شفافیت او قانوني حللارو په اړه بحثونه زیاتوي.











