
پولنډي رسنیو راپور ورکړی چې دې هېواد درې افغان وګړي کابل ته اخراج کړي، سره له دې چې د اروپايي بشري حقونو محکمې د دې اقدام د مخنیوي حکم صادر کړی و.
د راپورونو له مخې، دغه کسان د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته ولېږدول شول، په داسې حال کې چې محکمې او د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت له دې پرېکړې سره مخالفت کړی و.
د پولنډ سرحدي ځواکونو ویلي چې د محکمې پرېکړه په وخت دوی ته نه وه رسېدلې، خو ټینګار یې کړی چې دغه کسان د «نامطلوبو» په لېست کې شامل وو.
په مقابل کې، د دې کسانو وکیلانو ویلي چې دا اخراج د نړیوالو قوانینو له مخې ستونزمن او د پوښتنې وړ دی.
څېړنې ښيي چې د اروپايي محکمې پرېکړه د اخراج د درولو لپاره مخکې له عملیاتو چارواکو ته رسېدلې وه، خو بیا هم دا بهیر ترسره شوی دی.
ځینې حقوقي بنسټونه دا اقدام د محکمې د پرېکړې ښکاره نقض بولي او وایي چې دغه کسان پرته له کومې جنایي پرېکړې اخراج شوي او د پناه غوښتنې له حقه محروم شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې اروپايي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له طالبانو سره خبرې پیل کړي.











