د بې پولې خبریالانو سازمان په یوه څېړنیز راپور کې د طالبانو د استخباراتو په جوړښت کې د «۰۱۵» په نوم د یوې څانګې د فعالیتونو په اړه معلومات خپاره کړي او ویلي یې دي چې دغه اداره خبریالان څاري، احضاروي، ګواښي او په ځینو مواردو کې یې نیسي او شکنجه کوي. د دغه سازمان په وینا، د دې څانګې اساسي موخه د خپلواکو رسنیو چوپول او د افغانستان پر رسنیز چاپېریال د طالبانو د روایت تپل دي.
د بې پولې خبریالانو د چهارشنبې په ورځ، د لړم په ۱۳مه، په خپل راپور کې ویلي چې ۰۱۵ څانګه د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي او په کابل او ولایتونو کې یې خپل کسان ځای پر ځای کړي دي.
د راپور له مخې، د دې څانګې ماموران د رسنیو خپرونې څاري، انتقادي راپورونه په نښه کوي او خبریالان د پوښتنو او ګروېږنو لپاره احضاروي. دغه سازمان زیاتوي چې د څانګې عملیاتي برخه کله ناکله د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په همکارۍ د رسنیو پر دفترونو بریدونه کوي، خبریالان نیسي او رسنیز وسایل ضبطوي.
بې پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې پر طلوع نیوز ټلوېزیون او د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د رسنیزو بنسټونو پر دفترونو د طالبانو بریدونو ته هم اشاره کړې ده. د دغه سازمان په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې ۷۷ خبریالان نیول شوي چې د بند موده یې له یوې اوونۍ څخه تر دوو کلونو پورې رسېدلې ده.
د خبریالانو د نیولو او شکنجې روایتونه
په راپور کې درې خبریالانو چې د فرهاد، احمد او عبدل په مستعارو نومونو یاد شوي، د نیولو، پوښتنو او بد چلند خپلې تجربې بیان کړې دي.
فرهاد ویلي چې له نیول کېدو وروسته د طالبانو مامورانو د هغه سر په تورې کڅوړې پټ کړ او په کابل کې یې د استخباراتو دفتر ته ولېږداوه. هغه د طالبانو پر ضد په جاسوسۍ او تبلیغاتو تورن شوی و او څو ورځې وروسته ۰۱۵ څانګې ته انتقال شو. د هغه په وینا، هلته یې دوه اوونۍ په یوه کوچنۍ خونه کې تېرې کړې او په وار وار شکنجه شوی دی.
فرهاد ویلي چې مامورانو شپه او ورځ ترې پوښتنې کولې او د نورو خبریالانو د نومونو د افشا کولو غوښتنه یې ترې لرله. د هغه د روایت له مخې، د استخباراتو کسانو یې پر شا او پښو سختې وهلې او برېښنايي شاکونه یې هم ورکړي دي. نوموړي ویلي چې لا هم د دغو شکنجو له پایلو کړېږي.
احمد، چې مخکې یې په یوه ټلوېزیوني شبکه کې کار کاوه، ویلي چې پر رسنیو فشارونه د ځینو خپرونو له بندولو او د ښځینه خبریالانو له لرې کولو پیل شول. د هغه په وینا، رسنۍ اړ وې ژمنه وکړي چې ګډې خپرونې به نه خپروي او د طالبانو له منتقدانو سره به مرکې نه کوي.
احمد د خپل نیولو، شکنجې او د مرګ د ګواښ کیسه هم کړې ده. هغه ویلي چې په یوه پېښه کې مامورانو د شپې دوه بجې یوه غونډۍ ته یووړ، ټوپک یې د هغه پر تندي کېښود او ګواښ یې ورته وکړ چې د ده په څېر کسان په همدې ځای کې وژل شوي دي.
د احمد په وینا، نوموړی وروسته زنداني شو او په بګرام زندان کې یې د بندیانو د لاسونو او پښو تړل کېدل او د سړو اوبو په وسیله د هغوی مجازات کول هم لیدلي دي.
عبدل، چې اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، ویلي چې طالبان غواړي رسنۍ په خپلو تبلیغاتي وسایلو بدلې کړي. د هغه په روایت، مامورانو ترې غوښتل چې د ښځو د حقونو، امنیتي پېښو او بېوزلۍ په اړه راپورونه خپاره نه کړي، بلکې د طالبانو پلویان خپلو خپرونو ته راوبولي.
د بې پولې خبریالانو سازمان زیاتوي چې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه له افغانستانه د هغوی تر وتلو وروسته هم دوام لري او ځینو ته داسې پیغامونه استول شوي چې هر ځای وي، پیدا به یې کړي.
د ټولنیزو شبکو څارنه او تبلیغاتي حسابونه
د راپور یوه برخه د ۰۱۵ څانګې پر انلاین فعالیتونو هم تمرکز کوي. د بې پولې خبریالانو په وینا، دغه څانګه د ټولنیزو شبکو د څارنې، تبلیغاتو، د ناسمو معلوماتو د خپرولو او پر عامه افکارو د اغېز کولو لپاره ځانګړي واحدونه لري.
دغه سازمان وايي چې ۰۱۵ څانګه د ویډیوګانو د تولید او د نیول شویو کسانو د جبري اعترافونو د ثبتولو لپاره هم یوه سټوډیو لري.
په راپور کې هغو اسنادو ته هم اشاره شوې چې د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې د افغانستان څو جلاوطنه رسنیو خپاره کړي وو او ویل کېږي چې د طالبانو د استخباراتو له عمومي ریاست څخه ترلاسه شوي دي.
د دغو اسنادو له مخې، د نفوذ او تبلیغاتي پروګرامونو لپاره ۷۰.۷ میلیونه افغانۍ، چې له ۹۰۰ زرو یورو څخه زیاتې کېږي، بودجه اټکل شوې ده. همدارنګه، ادعا شوې چې نږدې ۱۵۰۰ کارن حسابونه د طالبانو د روایت د خپرولو او د مخالفانو د بې اعتباره کولو لپاره کارول کېږي.
د بې پولې خبریالانو د څېړنې له مخې، د دغو حسابونو د فعالیتونو په کتنه کې څرګنده شوې چې ځینې یې په څو دقیقو کې یو شان یا ورته پیغامونه خپروي. د راپور په وینا، د دغو حسابونو ځینې یې د ښځو په نومونو فعالیت کوي او ځینې نور د پنجشېر اوسېدونکي ځانونه معرفي کوي.
د طالبانو غبرګون
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د بې پولې خبریالانو په ځواب کې ویلي چې ۰۱۵ څانګه د قانون له مخې فعالیت کوي او هېڅوک په خپل سر نه نیول کېږي او نه ورسره ناوړه چلند کېږي.
خو د بې پولې خبریالانو سازمان وايي چې د خبریالانو روایتونه او د دغه سازمان او د بشري حقونو د څار بنسټ مستندات د طالبانو له دې ادعا سره په ټکر کې دي.
دا راپور په داسې وخت کې خپرېږي چې په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه دوام لري او د خبریالانو د امنیت، د بیان د ازادۍ او د خپلواکو رسنیو د فعالیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
ی















