متحده جبهه افغانستان ادعا کړې چې ځواکونو یې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد ۴۳ بریدونه کړي دي.
د متحده جبهې افغانستان ویاند، هلال کاکړ، د سېشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ کال د سنبلې په ۱۰مه، په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغه بریدونه د روان میلادي کال د اګست له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۱مې پورې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي دي.
د هغه په ادعا، په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۷۴ طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
کاکړ ویلي چې د دې جبهې له مهمو عملیاتو څخه یو د کندهار پر قول اردو د طالبانو پر یوه مرکز برید و، چې د هغه په وینا، پنځه طالبان پکې وژل شوي دي.
د متحده جبهې ویاند همداراز د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ پر یوه پوځي قرارګاه برید، د اګست میاشتې د دې جبهې تر ټولو ستر عملیات بللي او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې شپږ طالبان وژل شوي دي.
دې جبهې شاوخوا یوه میاشت مخکې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د خپلو پوځي فعالیتونو د پیل خبر ورکړی و او اوس یې د خپلو عملیاتو د یوې میاشتې لومړنۍ شمېرې خپرې کړې دي.
د متحده جبهې افغانستان له خوا مطرح شوې ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې او طالبانو هم د دغو شمېرو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.














