عبدالغفور روان فرهادي، د افغانستان مخکښ ډیپلومات، څېړونکی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی دایمي استازی، د ۹۶ کلونو په عمر د امریکا د سانفرانسیسکو په ښار کې وفات شو.
د هغه زوی، طارق فرهادي، د دوشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د خپل پلار مړینه د ډېر عمر له امله تأیید کړه.
روان فرهادي د افغانستان د ډیپلوماسۍ له پېژندل شویو څېرو څخه و او څه باندې شپږ لسیزې یې د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ او نړیوالو اړیکو په بېلابېلو برخو کې دنده ترسره کړه.
هغه خپله دولتي دنده د ۱۳۳۰مې لسیزې په لومړیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې پیل کړه او د محمد یوسف د صدارت پر مهال د دغه وزارت تر ټولو ځوان سیاسي عمومي رئیس وټاکل شو.
روان فرهادي د محمدهاشم میوندوال او نوراحمد اعتمادي د صدارتونو پر مهال د وزیرانو د عالي شورا د منشي په توګه هم دنده ترسره کړه. وروسته په ۱۹۷۲ کال کې په فرانسه کې د افغانستان د سفیر په توګه وټاکل شو.
د هغه له مهمو مسؤلیتونو څخه یو هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي دنده وه، چې د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ یې ترسره کړه. نوموړي د افغانستان د معاصر تاریخ په یوه له تر ټولو حساسو سیاسي پړاوونو کې د هېواد استازیتوب په دې نړیوال سازمان کې پر غاړه درلود.
د عبدالغفور روان فرهادي مړینه د افغانستان د ډیپلوماسۍ د یوه داسې مخکښ شخصیت د ژوند پای ګڼل کېږي چې د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ، نړیوالو اړیکو او ډیپلوماتیک استازیتوب په تاریخ کې یې مهم رول لوبولی و.













