د ملګرو ملتونو دوو لوړپوړو چارواکو، چې افغانستان ته یې سفر کړی، له لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره خپل تعامل او اړیکې دوامدارې وساتي او خبرداری یې ورکړی چې د دې هېواد نادیده نیول ښايي د سیمې او نړۍ لپاره امنیتي، بشري او اقتصادي پایلې ولري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر برهم صالح او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام رئیس الکساندر ډي کرو اسوشیټېډ پرېس ته ویلي، دوامدار تعامل، ملاتړ او د سمو پالیسیو هڅونه کولای شي د افغانستان د ثبات او امنیت په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
برهم صالح ویلي، د تېرو کلونو تجربې ښودلې چې د افغانستان نادیده نیول سمه پرېکړه نه ده. د هغه په وینا، که بېثباتي زیاته شي، د مخدره موادو قاچاق، افراطیت، سازمانیافته جرمونه او د کډوالۍ نوې څپې به یوازې افغانستان نه، بلکې ټوله سیمه او نړیواله ټولنه هم اغېزمنه کړي.
دواړو چارواکو ویلي چې د طالبانو له چارواکو سره په خپلو لیدنو کې یې د نړیوالې ټولنې اندېښنې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار د محدودیتونو موضوع، په څرګند ډول مطرح کړې ده. د دوی په باور، دوامدار تعامل کولی شي د اصلاحاتو او د یوه پراخبنسټه نظام د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
دوی همدارنګه ټینګار کړی چې له افغانستان سره د اړیکو پرېکون به د نړیوالې ټولنې لپاره تر تعامل ډېر لګښت ولري. برهم صالح ویلي: «افغانستان نه شي نادیده کېدای؛ څه چې په افغانستان کې پېښېږي، اغېزې یې د دې هېواد تر پولو نه محدودېږي.»
د دغو څرګندونو تر شا د افغانستان په اړه د نړیوالې تګلارې پر سر روان اختلاف هم څرګندېږي. ځینې لوېدیځ هېوادونه د بشري مرستو، اقتصادي سقوط د مخنیوي او تخنیکي همکاریو لپاره محدود تعامل ته دوام ورکوي، خو ځینې نور باور لري چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو له پرمختګ پرته د اړیکو پراخول ښايي د طالبانو حکومت ته نړیوال مشروعیت ورکړي. همدا اختلاف د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د راتلونکي سیاست یو له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.














