په پاکستان کې د ترکیې سفارت د کراچۍ ښار پر یوه پولیس مرکز برید غندلی او ویلي یې دي چې انقره به د تروریزم پر ضد مبارزه کې د اسلاماباد ترڅنګ ولاړه پاتې شي.
په اسلاماباد کې د ترکیې ډیپلوماټیک استازولۍ د سېشنبې په ورځ، د چنګاښ په نهمه، په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپور کړي پیغام کې د دغه برید له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او برید یې «وحشیانه» بللی دی.
سفارت ټینګار کړی: «ترکیه تل د تروریزم پر ضد د پاکستان د مبارزې په ټولو بڼو کې د دغه هېواد کلک ملاتړی پاتې شوی او له دې وروسته به هم همداسې وي.»
د کراچۍ پر یوه پولیس مرکز په وروستي برید کې درې امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د بریدګرو له ډلې یو تن د افغانستان تبعه و او له ټپي کېدو وروسته نیول شوی دی. له دې پېښې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم په اسلاماباد کې د طالبانو سرپرست سفیر احضار کړ.
سره له دې دریځ، ترکیې تر اوسه د پاکستان له لوري پر افغانستان د وروستیو بریدونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
ترکیې په تېرو کلونو کې له پاکستان سره نږدې سیاسي او امنیتي اړیکې لرلې او په ځینو پړاوونو کې یې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربتوب هم کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د یکشنبې په ماښام د افغانستان له پولې سره نږدې ځمکني عملیات هم ترسره کړل او د نړیوالو سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.














