د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې امریکایي ځواکونو د ایران د توغندیو، بېپیلوټه الوتکو د ساتنې مرکزونه او د ساحلي رادارونو ځینې مرکزونه په نښه کړي دي.
ټرمپ ویلي، دغه بریدونه د هغه څه په ځواب کې ترسره شوي چې نوموړي یې د ایران له لوري د اوربند د هوکړې بیا ځلی نقض بللی دی.
هغه په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي، امریکا به ښایي له پراخو پوځي اقداماتو څخه کار واخلي.
ټرمپ لیکلي: «ډېر احتمال شته چې هغوی هېڅکله زده کړه ونه کړي. کېدای شي داسې وخت راشي چې نور ونه شو کولای منطقي چلند وکړو او اړ شو هغه څه چې په بریالیتوب مو پیل کړي، له پوځي پلوه بشپړ کړو.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «که داسې وشي، د ایران اسلامي جمهوریت به نور شتون ونه لري.»
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سیمې له وروستیو بریدونو او د اوربند د عملي کېدو پر سر د اختلافونو له امله د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ لا هم مخ په زیاتېدو دی.
د راپور تر خپرېدو پورې د ایران چارواکو د ټرمپ دغو څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.














