د روانې اوونۍ په ترڅ کې له ۵۶۰ څخه ډېر افغان کډوال، چې په پاکستان کې بندیان وو، خوشې شوي او د تورخم او سپینبولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه کسان په پاکستاني زندانونو کې د قانوني مراحلو تر بشپړېدو او خوشې کېدو وروسته هېواد ته لېږدول شوي دي.
د دغو کډوالو د نیولو د علت، د بند مودې او حقوقي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د دغو بندیانو ستنېدل داسې مهال ترسره کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر چټک کړی دی.
د طالبانو او اسلامآباد ترمنځ د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته، زرګونه افغان کډوال د نیولو، ایستلو او نوو محدودیتونو له ګواښ سره مخ شوي دي.
د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالو ادارو مخکې د پاکستان په زندانونو او کمپونو کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوی د حقونو د رعایت غوښتنه یې کړې ده.
کارپوهان وایي، د افغان کډوالو او بندیانو دوامدار جبري ستنول به پر افغانستان لا ډېر اقتصادي او بشري فشارونه واچوي؛ هغه هېواد چې لا هم له سخت اقتصادي بحران او پراخې بېکارۍ سره مخ دی.














