
د ۵.۱ ریشتره په کچه یوې زلزلې د دوشنبې په ورځ د تاجیکستان ځینې برخې او د افغانستان بدخشان ولایت ولړزاوه.
د امریکا د زلزلهپېژندنې مرکز ویلي چې دا زلزله د غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۱۶ بجې د تاجیکستان د خاروغ ښار سویل لوېدیځ ۲۶ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
د افغانستان د بدخشان اوسېدونکي وایي چې زلزله یې په واضح ډول احساس کړې او ځینو یې شدت نسبتاً قوي بللی دی.
راپورونه ښيي چې د دې زلزلې ټکانونه د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې هم محسوس شوي دي.
تر اوسه د مرګژوبلې یا مالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
چارواکي د وضعیت څارنه کوي.











