
پنځلس کاله وړاندې د مې په لومړۍ نېټه، د امریکا هغه وخت ولسمشر باراک اوباما اعلان وکړ چې امریکایي ځانګړو ځواکونو د القاعدې مشر اسامه بنلادن د پاکستان په ایبټاباد ښار کې په ځانګړو عملیاتو کې وژلی دی.
بنلادن، چې د سپتمبر یوولسمې د خونړیو بریدونو اصلي طراح بلل کېده، د هغه له وژل کېدو وروسته القاعده له سخت ضربې سره مخ شوه، خو شبکه په بشپړ ډول له منځه ولاړه نه شوه.
اوس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونه ښيي چې القاعده یو ځل بیا هڅه کوي په افغانستان کې خپل حضور پیاوړی کړي.
د راپورونو له مخې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، القاعدې په پټه توګه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې خپل مرکزونه او روزنیز کمپونه بېرته فعال کړي دي.
د امنیت شورا په وینا، طالبانو له القاعدې سره خپلې اړیکې ساتلې دي، او دې شبکې لږ تر لږه اته نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.
راپور همداراز څرګندوي چې د غزني، لغمان، پروان او ارزګان په ولایتونو کې د القاعدې څلور کمپونه او په پنجشېر کې د وسلو یو زېرمتون رامنځته شوی دی.
دا معلومات داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان د امنیتي راتلونکي، د ترهګرو شبکو د بیا منظمېدو، او د سیمې د ثبات په اړه نړیوالې اندېښنې لا هم پر ځای دي.











