د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی دی.
په خپره شوې اعلامیه کې، ترکیې نتانیاهو د سختو نیوکو هدف ګرځولی او ویلي یې دي چې د هغه پر وړاندې د نړیوالو محکمو له خوا د جنګي جرمونو او بشري ضد جرمونو تورونه مطرح شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې د نتانیاهو تر مشرتابه لاندې اسرائیل د نړیوال عدالت محکمې له خوا د نسلکشي په تور هم تر څېړنې لاندې دی.
ترکیې ټینګار کړی چې د اسرائیلي مشر وروستۍ څرګندونې د روانو سولې مذاکراتو د خرابولو هڅه ده.
دغه هېواد همداراز ویلي چې د بېاساسه تورونو له لارې د ترکیې د ولسمشر په نښه کول د منلو وړ نه دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې انقره به د ملکي وګړو ملاتړ ته دوام ورکړي او د نتانیاهو د حساب ورکولو لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي.














