د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ضد توندې څرګندونې کړې دي.
نتانیاهو په یوه پیغام کې اردوغان تورن کړی چې په خپل هېواد کې یې د کُردانو پر وړاندې تاوتریخوالی کړی، او ویلي یې دي چې اسرائیل به د ایران او د هغه د متحدینو پر وړاندې خپلې هڅې دوام ورکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې راپورونه وایي د ترکیې څارنوالانو د نتانیاهو او ځینو نورو اسرائیلي چارواکو پر ضد د جنایتونو په تور قضیه راپورته کړې ده.
د راپورونو له مخې، پر دوی د «بشریت پر ضد جرمونو» او «نسلکشي» تورونه لګول شوي او د درنو سزاوو غوښتنه شوې ده.
شنونکي وایي چې دا لفظي شخړه ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.














