د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران له لوري پر کویټ او بحرین وروستي بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ بللي دي.
الجزیرې د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې ریاض په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، د ایران بریدونه د خلیج د همکارۍ شورا د دوو غړو هېوادونو پر ملي حاکمیت ښکاره تېری ګڼل کېږي او د سیمې ثبات له خطر سره مخ کوي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر کویټ او بحرین بریدونه یوازې د دغو دوو هېوادونو امنیت نه ګواښي، بلکې د ټولې سیمې د سولې او ثبات لپاره هم جدي اندېښنې رامنځته کوي.
په اعلامیه کې راغلي چې د دغو کړنو دوام کولای شي کړکېچ نور هم پراخ کړي او منځنی ختیځ د لا زیاتې بېثباتۍ پر لور بوځي.
ریاض ټینګار کړی چې د کویټ او بحرین د ملي حاکمیت، امنیت او ثبات د ساتنې لپاره د دواړو هېوادونو د هر اقدام بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې به د هغوی ترڅنګ ولاړ وي.
دغه غبرګون وروسته له هغه څرګند شو چې کویټي چارواکو اعلان وکړ، د دوی هوايي دفاعي سیسټمونو اووه بالستیک توغندي د استوګنې سیمو پر سر شنډ کړي دي.
بل لور ته ایران ویلي وو چې د دغو بریدونو هدف په کویټ کې د امریکا د علي السالم هوايي اډه وه.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ایران، امریکا او د سیمې د ځینو هېوادونو ترمنځ کړکېچ په وروستیو اوونیو کې زیات شوی او د خلیج فارس د امنیت په اړه اندېښنې یې پراخې کړې دي.
شنونکي وایي د سعودي عربستان سخت دریځ ښيي چې د خلیج عربي هېوادونه د پوځي نښتو د پراخېدو او د سیمې نورو برخو ته د بحران د غځېدو په اړه جدي اندېښنه لري.
دوی باور لري چې هر ډول پوځي کړکېچ په خلیج فارس کې نه یوازې د سیمې امنیت اغېزمنولی شي، بلکې د نړیوالې انرژۍ بازارونه، د سمندري لېږد لارې او نړیوال اقتصاد هم متأثر کولای شي.
د دغو تحولاتو اهمیت په دې کې دی چې خلیج فارس د نړۍ له مهمو انرژۍ لارو څخه ګڼل کېږي او هر ډول بېثباتي پکې د نړیوالو سیاسي او اقتصادي معادلو پر مسیر مستقیم اغېز لرلای شي.
تر اوسه ایران د سعودي عربستان د وروستۍ اعلامیې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د سیمې روان وضعیت د لا زیاتو ډیپلوماتیکو او امنیتي هڅو اړتیا نوره هم څرګندوي.














