داعش ډلې اعلان کړی چې د هرات ولایت په دهمهري سیمه کې د شوي ترهګریز برید مسؤلیت یې پر غاړه اخیستی دی.
ځايي سرچینې وایي چې په دې برید کې د مرګ ژوبلې شمېر زیات شوی او ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، وسلهوالو پر ملکي خلکو برید کړی چې له امله یې د سیمې خلک له سختو اندېښنو سره مخ شوي دي.
چارواکو تر اوسه د پېښې د بشپړو جزییاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.














