د طالبانو د دفاع وزير محمد يعقوب مجاهد د مسکو په امنيتي غونډه کې خبرداری ورکړی چې ځينې هېوادونه هڅه کوي افغانستان د بحران پر لور سوق کړي.
هغه د کوم ځانګړي هېواد له نوم اخيستو پرته وويل:
«هغه کسان چې د محاسبې تېروتنه يې کړې، هېڅکله خپلو موخو ته نه رسېږي.»
مجاهد د غبرګولي په شپږمه، د چهارشنبې په ورځ، ټينګار وکړ چې تاريخي تجربو ښودلې هر ډول «ظالمانه او مغرورانه» اقدام د افغانستان د خلکو پر ضد په پای کې له ماتې سره مخ شوی دی.
د طالبانو دفاع وزير همدارنګه ادعا وکړه چې له نږدې پنځو کلونو وروسته په افغانستان کې «زورواکي» پای ته رسېدلې ده.
هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کر، توليد او قاچاق په بشپړه توګه درول شوی دی.
مجاهد دا ادعا هم وکړه چې داعش ډله «په بشپړه توګه له منځه تللې» او نور په افغانستان کې د دې ډلې هېڅ ګواښ نه شته.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو بنسټونو وروستيو راپورونو په سيمه کې د داعش د فعاليتونو، جلب و جذب او پراخ حضور خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، که څه هم په افغانستان کې د کوکنارو کر او د ترياکو توليد کم شوی، خو د صنعتي نشه يي توکو لکه شيشې توليد زيات شوی دی.
محمد يعقوب مجاهد د دې غونډې په څنډه کې د روسيې د امنيت شورا له منشي سرګي شويګو سره هم ليدلي دي.
شويګو تر دې وړاندې ويلي وو چې د افغانستان وضعيت لا هم ستونزمن دی او د نشه يي توکو، وسلو قاچاق او د نړيوالو ترهګرو ډلو فعاليتونه دوام لري.
هغه همدارنګه په افغانستان کې د امريکايي پوځي تاسيساتو د احتمالي ځای پر ځای کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه؛ هغه موضوع چې تر اوسه طالبانو او امريکايي چارواکو نه ده تاييد کړې.














