د افغانستان د رسنيو د ملاتړ سازمان «امسو» اعلان کړی چې سيد قاسم هاشمي، افغان رسنيز فعال او د «الهام» ټلوېزيون مشر، د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی دی.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي چې ښاغلی هاشمي د ايبت اباد ـ اسلام اباد پر لويه لاره د پاکستاني پوليسو له خوا نيول شوی او وروسته نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.
د اعلاميې له مخې، د سيد قاسم هاشمي کورنۍ تر اوسه د هغه د ساتلو د ځای او وضعيت په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي.
امسو د دې پېښې په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ويلي چې ښاغلی هاشمي د افغانستان له سياسي تحولاتو وروسته پاکستان ته تللی و.
دغه سازمان زياته کړې چې سيد قاسم هاشمي په تېرو کلونو کې د ژورنالېزم او سينما په برخو کې فعاليت کړی او د افغانستان له پېژندل شويو رسنيزو څېرو څخه ګڼل کېږي.
د دغه افغان رسنيز فعال نيول داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستيو مياشتو کې په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان خبريالانو او رسنيزو فعالانو د وضعيت په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.














