د افغانستان د شيعه ګانو له مخکښو مذهبي مراجعو څخه واعظزاده بهسودي وايي چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د جعفري مذهب پر پيروانو د طالبانو فشارونه په دوامداره توګه زيات شوي دي.
هغه د لوی اختر د لمانځه په خطبه کې وويل چې خلک له «اوښلنو سترګو» علماوو ته ورځي او له هغو فشارونو او محدوديتونو شکايت کوي چې پرې لګېدلي دي.
دغه شيعه عالم زياته کړه چې طالبان، سره له دې چې د شريعت او ديندارۍ ادعا کوي، پر شيعه ګانو مذهبي فشارونه ورځ تر بلې زياتوي؛ هغه موضوع چې د ده په وينا د خلکو او حکومت ترمنځ واټن او نارضايتي زياته کړې ده.
واعظزاده بهسودي خبرداری ورکړ چې د دې وضعيت دوام نه د طالبانو او نه هم د افغانستان په ګټه دی، بلکې يوازې د اختلاف، کرکې او دښمنۍ د زياتېدو زمينه برابروي.
هغه وويل:
«کله چې فشار ډېر شي، انفجار حتمي کېږي او طالبان بايد وضعيت هلته ونه رسوي.»
دغه شيعه مرجع همدارنګه طالبان تورن کړل چې په پوهنتونونو کې پر شيعه محصلانو فشار اچول کېږي څو يا حنفي مذهب ومني او يا خپلې زده کړې پرېږدي.
د هغه په وينا، په ځينو مواردو کې آن يو شمېر شيعه علما هم احضار شوي څو ژمنه وکړي چې موقت نکاح به نه تړي.
واعظزاده بهسودي ټينګار وکړ چې د خلکو لپاره د مذهب موضوع «سره کرښه» ده او عقيده د زور او فشار له لارې نه بدلېږي.
هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې وويل چې شاوخوا دوه کاله وړاندې شيعه روحانيونو هبت الله اخوندزاده، د طالبانو مشر ته يو ۲۰۰ مخيز ليک لېږلی و، خو تر اوسه يې هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د هغه په وينا، طالبان نه د ليکونو ځواب ورکوي او نه هم د لوړپوړو چارواکو سره د ليدنې زمينه برابروي.
واعظزاده بهسودي زياته کړه چې په تېرو دوو کلونو کې يې په رسنيو کې چوپتيا غوره کړې وه، خو د فشارونو زياتېدو او د خلکو دوامدارو شکايتونو اړ کړ چې خپله چوپتيا ماته کړي.
هغه طالبان هم تورن کړل چې د شخصي وسلو د راټولولو له لارې پر خلکو فشار راوړي او ځينې ټيټ رتبه طالب چارواکي د وسلو په بدل کې له خلکو پيسې غواړي.














