د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د لوی اختر د لمانځه پر مهال د کندهار په عيدګاه جومات کې په خپلې وينا کې ويلي چې مسلمانان د يووالي د ساتلو او د اختلافونو د مخنيوي لپاره امير ته اړتيا لري.
هغه ټينګار کړی چې د اسلامي ټولنو لپاره د امير شتون واجب دی او ويلي يې دي څوک چې «له بيعت او اطاعت پرته» مړ شي، «د جاهليت پر مرګ» مړ شوی دی.
د طالبانو مشر زياته کړې چې په اسلامي ټولنه کې د يووالي او اتفاق ټينګښت له امير پرته ناشونی دی او له همدې امله خدای مسلمانانو ته امر کړی چې د ځان لپاره امير وټاکي.
هبت الله اخوندزاده د طالبانو د نږدې پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال څو ځله پر خپل اطاعت ټينګار کړی دی.
هغه وروستی ځل د غويي په لسمه، د طالبانو د ماليې وزارت چارواکو ته په وينا کې ويلي وو چې د ده د حکمونو اطاعت «د خدای او رسول د اطاعت» په څېر اړين دی.
د طالبانو مشر همدارنګه د خپلو امرونو نه منل د ديني نافرمانۍ سره برابر بللي وو.
هبت الله په هغه وينا کې خبرداری ورکړی و چې له دې وروسته به له «بې اطاعتۍ» سره جدي چلند وشي او د طالبانو له چارواکو يې غوښتي وو چې د ده د پرېکړو پر وړاندې منځګړيتوب ونه کړي.
هغه تر دې وړاندې هم په هرات کې د خپلو فرمانونو د پلي کېدو په اړه په يوه پيغام کې ويلي وو چې د مشرانو نه منل د اسلامي خلافتونو د سقوط لامل شوي دي.
د طالبانو مشر خبرداری ورکړی و چې که خلک له اوسني نظام څخه اطاعت ونه کړي، «فتنه» به رامنځته شي.














