امو ته سرچينو ويلي چې د طلوع نيوز دوه خبريالان منصور نيازی او عمران دانش د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.
دغه دوه خبريالان نږدې دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د استخباراتو له خوا نيول شوي وو.
طالبانو تر دې وړاندې د دغو خبريالانو د نيولو پخلی کړی و او ويلي يې وو چې د هغوی دوسيې محکمې ته لېږل شوې او تر څېړنې لاندې دي، خو د نيولو د لامل په اړه يې وضاحت نه و ورکړی.
منصور نيازی، چې د طلوع نيوز د خبرونو وياند او د سياسي خپرونو چلوونکی دی، د غويي په اوولسمه د پنجشنبې په ورځ د کابل د کارته څلور سيمه کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نيول شوی و.
تر اوسه د دغو دواړو خبريالانو د روغتيايي وضعيت او د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
په وروستيو مياشتو کې په افغانستان کې د خبريالانو او رسنيزو فعالانو نيول کېدو د رسنيو د ملاتړو بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو غبرګونونه راپارولي دي.
د بيان ازادۍ ملاتړو بنسټونو څو ځله په افغانستان کې پر رسنيو او خبريالانو د فشارونو د زياتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.














