د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل ويلي چې د هغه د معلوماتو له مخې، ايران ښايي په «نږدې راتلونکې» کې د طالبانو حکومت د «جيوپوليټيکو محاسبو او د تحميل شوي واقعيت» پر بنسټ په رسميت وپېژني.
نبيل د غبرګولي په څلورمه، د دوشنبې په ورځ، په خپلې اېکس پاڼه ليکلي چې دغه اقدام کولی شي د افغانستان بحران نور هم ژور کړي.
هغه ټينګار کړی:
«هغه حکومت ته رسميت ورکول چې ښځې يې حذف کړې، ازادي يې ځپلې او افغانستان يې تاريخي انزوا ته وړی، نه ثبات راولي او نه مشروعيت.»
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې وړاندې هم ايراني چارواکو د طالبانو د رسميت پېژندنې احتمال ياد کړی و.
د تېر کال د سلواغې په مياشت کې په کابل کې د ايران سفير علي رضا بيکدلي ويلي وو چې د طالبانو د ادارې د رسميت پېژندنې لپاره کوم خنډ نه شته او تهران به ژر دغه اقدام ترسره کړي.
هغه ويلي وو چې د دواړو لورو ترمنځ د اړيکو کچه، په تهران او کابل کې د سفيرانو شتون، د سوداګرۍ پراختيا او د اړيکو د پراخېدو لېوالتيا د يو ډول عملي رسميت پېژندنې نښې دي.
ايران د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته له کابل سره خپلې سياسي او اقتصادي اړيکې ساتلې دي، خو تر اوسه يې د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی په رسميت پېژندلی.
په ورته وخت کې، د طالبانو د رسميت پېژندنې موضوع لا هم په سيمه او نړيواله کچه له تر ټولو جنجالي موضوعاتو څخه بلل کېږي.














