ايراني باوري سرچينو، چې د تهران او واشنګټن د خبرو له بهير سره نږدې بلل کېږي، ويلي چې اسلامي جمهوريت به د خپلو کنګل شويو شتمنيو له ترلاسه کولو پرته له امريکا سره خبرو ته داخل نه شي.
فارس خبري اژانس د سې شنبې په ورځ، د مې په شپږ ويشتمه، راپور ورکړی چې ايران د خپلو بندو شتمنيو د ازادېدو تر عملي کېدو مخکې هر ډول مذاکرات نه مني.
د راپور له مخې، د ايراني مذاکراتي پلاوي ته نږدې يوې سرچينې ويلي چې د امريکا له خوا د ټاکل شويو شرطونو تر پوره کېدو پرته خبرې اترې ممکنې نه دي.
د ايران د شتمنيو ازادول او د بنديزونو کمول په وروستيو مياشتو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.
بل لور ته، امريکايي چارواکو ويلي چې لا هم ډيپلوماسۍ ته فرصت ورکوي، خو ټينګار يې کړی چې هر احتمالي توافق بايد د واشنګټن ګټې خوندي کړي.
د ايران او امريکا ترمنځ کړکېچ داسې مهال دوام لري چې د هرمز تنګي، د ايران اټومي پروګرام او د بنديزونو لرې کول لا هم د دواړو لورو د خبرو او اختلاف اصلي محورونه بلل کېږي.














