د ډونالډ ترمپ او شي جینپینګ د لیدنې د دویمې ورځې له پیل سره هممهاله، د چین حکومت اعلان کړی چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو او په منځني ختیځ کې د سولې د ټینګښت لپاره «بېوقفه» هڅې کوي.
د چین حکومت په رسمي اعلامیه کې، چې د جمعې په ورځ خپره شوې، ویلي چې بیجینګ هیله لري د سولې د خبرو اترو د لا زیات ملاتړ له لارې د دوامدارې سولې په رامنځته کولو کې رغنده رول ولوبوي.
د اعلامیې له مخې، د چین هڅې د شي جینپینګ د څلور مادهییز پلان پر بنسټ پر مخ وړل کېږي.
په دغه پلان کې چین پر «سولهییز ګډ ژوند، د هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوي، نړیوالو قوانینو ته ژمنتیا او د پرمختګ او امنیت ترمنځ توازن» ټینګار کړی دی.
هممهاله، ډونالډ ترمپ او شي جینپینګ نن خپلې خبرې اترې په ژونګنانهای کې، چې د چین د مشرانو د استوګنې او فعالیت محرمانه مرکز دی، دوام ورکوي.
د دواړو مشرانو د پرون ورځې لیدنې «مثبتې» بلل شوې دي.
سپینې ماڼۍ مخکې ویلي وو چې چین له امریکا سره په دې برخه کې همغږی دی چې «ایران باید اټومي وسلې ته لاسرسی پیدا نه کړي» او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره یې هم د مرستې چمتووالی ښودلی دی.
هرمز تنګی د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د پوځي شخړو له پیل وروسته د سیمې د بحران له مهمو محورونو څخه ګرځېدلی او پکې ګډوډۍ د نړۍ د انرژۍ بازار سخت اغېزمن کړی دی.
شنونکي وایي، د چین تازه دریځ ښيي چې بیجینګ هڅه کوي له تهران سره د اړیکو د ساتلو ترڅنګ، د بحران په مدیریت او د جګړې د پراخېدو په مخنیوي کې هم فعال رول ولوبوي.














