ځايي سرچینو د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د دوو ښځو د جسدونو د موندل کېدو خبر ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، دغه جسدونه د پنجشنبې په ورځ د «سرک مارشال فهیم» اړوند د غره په لمنه کې د سیمې اوسېدونکو موندلي دي.
په رسنیو کې خپاره شوي انځورونه هغه جسدونه ښيي چې په سپینو ټوکرونو پوښل شوي او د وینې نښې پرې ښکاري.
سرچینې وایي، قربانیانې ۱۹ او ۳۵ کلنې وې، خو تر اوسه یې هویت په رسمي ډول نه دی څرګند شوی.
همدارنګه، د دغو دوو ښځو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه هم تر اوسه جزئیات نه دي خپاره شوي او طالب چارواکو هم په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د کابل په بېلابېلو برخو کې د مرموزو وژنو، د کسانو د ورکېدو او وسلهوالو غلاوو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
په پلازمېنه کې د جنايي پېښو زیاتېدو د امنیتي وضعیت او ښاري جرمونو د پراخېدو په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.
کارپوهان وایي، د جنايي دوسیو په اړه د شفافو معلوماتو نشتوالی او د قضیو نه تعقیب د خلکو بېباوري او اندېښنې نورې هم زیاتوي.














