د ناروې د کډوالو شورا اعلان کړی چې په ایران کې له څلورو میلیونو زیات افغان کډوال د امریکا او اسرائیل د بریدونو له امله رامنځته شوې جګړې او ترینګلتیاوو هېر شوي قربانیان دي.
د دې شورا سرمنشي یان اېګلنډ د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د جګړې له پیل سره ګڼ شمېر افغان کډوالو خپلې دندې، په ځانګړي ډول د ودانیزو چارو او نورو کارونو په برخه کې، له لاسه ورکړې دي.
هغه ویلي چې د انفلاسیون زیاتوالي او د عوایدو کمېدو له امله ډېری افغانې کورنۍ نور د خوړو د برابرولو او یا د کور کرایې ورکولو توان نه لري.
د اېګلنډ په وینا، په ایران کې د خوراکي توکو بیې د تېر کال په پرتله نږدې دوه برابره شوې دي.
د ناروې د کډوالو شورا زیاته کړې چې ګڼ شمېر افغان کډوال اړ شوي خپلې د خوړو وعدې کمې کړي، روغتیايي درملنې وځنډوي او د ورځنیو اړتیاوو لپاره پور واخلي.
هغه ټینګار کړی چې افغان کډوال د اقتصادي بحران تر څنګ د جګړې او بېځایه کېدو رواني فشار هم زغمي.
د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې د زرګونو افغان کورنیو لپاره د دې بنسټ بیړنۍ نغدي مرستې په اوسنیو شرایطو کې یوازېنۍ «هیله» ده.
دغه بنسټ ماشومانو او کورنیو ته رواني ملاتړ هم برابروي او د زیانمنو شویو ښوونځیو په بیارغونه او د خوندي ښوونیزو ځایونو په جوړولو کې فعالیت کوي.
یان اېګلنډ خبرداری ورکړی چې که نوې بودجه برابره نه شي، د دې بنسټ بیړنۍ مرستې به تر راتلونکې یوې میاشتې ودرېږي.
کارپوهان وایي، په ایران کې د جګړې او اقتصادي بحران دوام د میلیونونو افغان کډوالو وضعیت لا نازک کړی او ښايي په سیمه کې د بشري بحران او نوې کډوالۍ څپه رامنځته کړي.














