د پنجشیر ولایت د مقام رسنیز دفتر اعلان کړی چې د دغه ولایت د پریان ولسوالۍ کې د رواني ناروغانو درې درملنیز مرکزونه جوړ شوي او فعالیت یې پیل کړی دی؛ هغه اقدام چې په افغانستان کې د جګړو، فقر او بشري بحرانونو له امله د رواني ستونزو د زیاتېدو په شرایطو کې ځانګړی اهمیت لري.
د یاد دفتر په وینا، دغه مرکزونه د ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت د یوې پروژې په چوکاټ کې او د یوه همکار بنسټ په مرسته جوړ شوي دي.
ځايي چارواکو تر اوسه د دغو مرکزونو د ظرفیت، د درملنې د خدماتو او د ناروغانو د شمېر په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویل شوي چې موخه یې د پریان ولسوالۍ او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د رواني روغتیايي خدماتو وړاندې کول دي.
په افغانستان کې، په ځانګړي ډول لرو پرتو سیمو کې، د رواني ناروغانو لپاره د درملنیزو مرکزونو جوړېدل داسې مهال ترسره کېږي چې د رواني درملنې اړتیا په بېساري ډول لوړه شوې ده.
د جګړو لسیزو، بېثباتۍ، جبري کډوالۍ او اقتصادي بحران د خلکو پر رواني روغتیا دروند فشار راوستی، خو د دې برخې روغتیايي زیربناوې لا هم محدودې پاتې دي.
په دغو شرایطو کې، که څه هم د دغو مرکزونو جوړېدل یو مثبت ګام بلل کېږي، خو کارپوهان ټینګار کوي چې په افغانستان کې د رواني روغتیا بحران ته ریښتینی ځواب پراخې پانګونې، د متخصصانو حضور او خلکو ته د دوامدارو درملنیزو خدماتو برابرولو ته اړتیا لري.














