
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د روان قمري کال په وروستیو درېیو میاشتو کې یې د ښځو د حقونو اړوند له څلور زرو څخه ډېرې دوسیې څېړلې دي.
د دې ادارې په وینا، ټولټال ۴۰۲۱ دوسیې ثبت او ارزول شوې چې ډېری یې د میراث، ملکیت او د ښځو په نوم د اسنادو د ثبت سره تړاو لري.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، ۱۲۷۵ دوسیې د ملکیت او میراث، ۲۴۶۲ دوسیې د مهریې په چوکاټ کې د ښځو په نوم د ملکیت د ثبت، او ۲۸۴ دوسیې د میراثي اسنادو د ترلاسه کولو اړوند وې.
طالب چارواکي وایي چې دا اقدامات د ښځو د شرعي او قانوني حقونو د تأمین برخه ده.
خو د ښځو د حقونو موضوع لا هم په افغانستان کې له پراخو بحثونو سره مل ده، په ځانګړي ډول داسې مهال چې د ښځو د تعلیم، کار او ټولنیز حضور په اړه محدودیتونه دوام لري.
شنونکي وایي چې د ملکیت او میراث په برخه کې هر اقدام مهم دی، خو د ښځو د حقونو عمومي ارزونه تر دې پراخه ده.











