
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په آستانه کې په یوه سیمهییزه ناسته کې ویلي چې د افغانستان له ګډون پرته د سیمې د اوبو مدیریت ممکن نه دی.
هغه د مرکزي آسیا د ګډو اوبو د سرچینو د مدیریت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په ځانګړي ډول د آرال سمندر حوزې کې د توازن ساتلو لپاره د افغانستان حضور اړین دی.
میرضیایف همداراز د افغانستان د چاپېریالي پروژو او د ځمکو د احیا لپاره د نړیوالو مرستو د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
هغه ټینګار وکړ چې د سیمې اوږدمهاله ثبات د اوبو د سرچینو د عادلانه وېش لپاره یو روښانه قانوني چوکاټ ته اړتیا لري.
په همدې حال کې، د قوشتېپې کانال په اړه اندېښنې دوام لري، هغه پروژه چې ځینې ازبک چارواکي باور لري کولی شي د اوبو توازن بدل کړي.
خو د افغانستان چارواکو ویلي چې دا پروژه به ګاونډیو هېوادونو ته زیان ونه رسوي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د اوبو موضوع په سیمه کې د سیاسي او اقتصادي حساسیتونو له مهمو مسایلو څخه ګڼل کېږي.











