د ترکیې په جنوب ختیځ کې په یوه مکتب کې د ډزو له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا پېښه د شانلياورفا په ښار کې رامنځته شوې، چیرې چې یو ۱۸ کلن پخوانی زدهکوونکی د ټوپک سره مکتب ته ننوتی او پر زدهکوونکو او ښوونکو یې ډزې کړې دي.
په ټپیانو کې ۱۰ زدهکوونکي، څلور ښوونکي، یو امنیتي ساتونکی او یو د مکتب کارکوونکی شامل دي، چې د پنځو کسانو حالت یې نازک ښودل شوی دی.
چارواکي وایي چې بریدګر له برید وروسته ځان وژنه کړې ده.
همداراز ویل کېږي چې ځینې زدهکوونکي د ځان ژغورنې لپاره له کړکیو ځانونه غورځولي دي.
د دې پېښې انګېزه لا هم نه ده معلومه او پولیسو پلټنې پیل کړې دي.
دا پېښه یو ځل بیا د تعلیمي مرکزونو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتوي.




نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه.