د ایران د پارلمان مرستیال حمیدرضا حاجيبابايي ویلي چې ایران په اصل کې د مذاکراتو ټیم نه لري او هغه کسان چې پاکستان ته استول شوي، د «نرمې جګړې» لپاره تللي دي.
هغه ټینګار کړی چې د ایران دریځ تقابلي دی او دغه ماموریت د دیپلوماسۍ په ډګر کې د مبارزې په هدف ترسره کېږي.
د نوموړي په وینا، د دې هڅو موخه دا ده چې امریکا په نړیوالو بنسټونو کې تسلیم شي او له دې پرته بل هیڅ نتیجه د منلو وړ نه ده.
هغه زیاته کړه چې د ایران لپاره «مذاکره خپله جګړه ده» او دا پیغام د خلکو له خوا هم ملاتړ کېږي.
حاجيبابايي همداراز وویل چې روانه شخړه یو بنسټیز تقابل دی او تر هغه به دوام وکړي چې امریکا «شکست ونه مني».
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې لا هم روانې دي.














