د سرپل ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په دې ولایت کې د نجونو د زدهکړې لاسرسی په پام وړ ډول محدود شوی او ډېری نجونې له تعلیم پاتې شوې دي.
د دوی په وینا، دغه محدودیتونه د کورنیو اندېښنې زیاتې کړې او د زدهکړې چاپېریال هم له جدي ستونزو سره مخ دی.
اوسېدونکي د درسي امکاناتو له کمښت او د مناسب تعلیمي چاپېریال له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې د اغېزمنې زدهکړې لپاره لازم شرایط نه دي برابر.
سرچینې زیاتوي چې د نجونو تعلیمي اړتیاوو ته کافي پاملرنه نه کېږي او دا وضعیت د زدهکړې کیفیت ته زیان رسولی دی.
اوسېدونکو له طالبانو غوښتنه کړې چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي او د نجونو لپاره د زدهکړې زمینه برابره کړي.
طالبانو له ۱۴۰۰ کال راهیسې د شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړه منع کړې او پوهنتونونه یې هم پر ښځو تړلي دي، چې دا وضعیت د افغانستان پر راتلونکي ژور اغېز لري.














