Donate
سه شنبه, اکتوبر 20, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه امنیت

راپور: د طالبانو د مالیې وزارت او دولتي ادارې د سایبري برید هدف

په واسطه د Satayesh Marzapoor
جون 3, 2026
0
A A
0
پژوهشگران امنیتی از شناسایی یک کمپین سایبری علیه نهادهای مالی طالبان خبر دادند

د سایبري امنیت څېړونکو خبر ورکړی چې د طالبانو د مالیې وزارت او یو شمېر نورو دولتي ادارو د یوې منظمې سایبري حملې هدف ګرځېدلي دي؛ هغه عملیات چې د امنیتي متخصصانو په باور ښايي د «سایډ کاپي» په نوم د هکري ډلې له خوا ترسره شوي وي.

د خپرو شویو موندنو له مخې، بریدګرو د فریبکارو برېښنالیکونو له لارې زیانمن فایلونه او اسناد استولي او هڅه یې کړې چې د طالبانو د ادارو کمپیوټري سیسټمونو ته لاسرسی پیدا کړي.

څېړونکي وایي په دغو فایلونو کې د پښتو ژبې کارول ښيي چې د برید طراحانو د هدف شوو ادارو او کاروونکو په اړه نسبتاً دقیق معلومات درلودل او هڅه یې کړې چې د باور وړ اسنادو په بڼه خپل زیانمن پروګرامونه خپاره کړي.

د راپور له مخې، د عملیاتو هدف یوازې د طالبانو د مالیې وزارت نه و، بلکې د ولایتونو مالي ادارې، عایداتي دفترونه، دولتي چارواکي او د محلي ادارو کارکوونکي هم په نښه شوي وو.

امنیتي متخصصان وایي په دې برید کې کارول شوی زیانمن پروګرام پراخې وړتیاوې لري. دغه پروګرام د لیکل شویو تورو ثبتولای شي، د کمپیوټر له پردې انځورونه اخلي، کمرې او غږ ثبتوونکي ته لاسرسی مومي او همدارنګه حساس معلومات غلا کولای شي.

د راپور له مخې، دغه زیانمن پروګرام د مایکروسافټ اج لټونګر په څېر ځان معرفي کوي او د وینډوز د سیسټم له ځانګړنو څخه په استفادې کولای شي د اوږدې مودې لپاره په اخته شوي کمپیوټر کې پټ پاتې شي.

امنیتي څېړونکي «سایډ کاپي» د «اې پي ټي ۳۶» په نوم له یوې لویې شبکې سره تړلې بولي؛ هغه ډله چې په تېرو کلونو کې د جنوبي اسیا په بېلابېلو هېوادونو کې د سایبري جاسوسۍ په عملیاتو تورنه شوې ده.

دغه راپور په داسې وخت کې خپور شوی چې د هند د پوځي او امنیتي بنسټونو پر ضد د ورته سایبري بریدونو په اړه هم معلومات خپاره شوي دي. په هغو پېښو کې هم زیانمن فایلونه د برېښنالیکونو او پیغام رسوونکو پروګرامونو له لارې قربانیانو ته لېږل شوي وو.

کارپوهان وایي په دې ډول بریدونو کې قرباني د یوه عادي سند یا فایل په پرانیستلو سره په ناخبرۍ کې زیانمن پروګرام فعالوي. وروسته بریدګر کولای شي له لرې واټنه د سیسټم کنټرول ترلاسه کړي او حساس معلوماتو ته لاسرسی ومومي.

د امنیتي متخصصانو په باور، دا ډول حملې د مالي معلوماتو، محرمو اسنادو او دولتي معلوماتو د غلا کېدو خطر زیاتوي او ښيي چې سایبري فضا په چټکۍ سره د استخباراتي او امنیتي سیالیو په مهم ډګر بدلېږي.

د دغو موندنو خپرېدل یو ځل بیا د دولتي ادارو لپاره د سایبري امنیت د پیاوړتیا اړتیا او د ډیجیټلي ګواښونو د زیاتېدو خطر په ګوته کوي.

د امریکا د دفاع وزیر اسراییلو ته نااعلان شوی سفر کړی او له نتانیاهو سره یې لیدلي

طالبانو په کابل کې له محلي ساتونکو د مخابرو او پوځي یونیفورم د برابرولو غوښتنه کړې

هند او روسیې د افغانستان او پاکستان په اړه اووم پړاو ځانګړې خبرې وکړې

شریکولټویټلېږللېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

سفر اعلام‌نشده وزیر دفاع امریکا به اسرائیل هم‌زمان با گمانه‌زنی‌ها درباره حمله به ایران
نړۍ

د امریکا د دفاع وزیر اسراییلو ته نااعلان شوی سفر کړی او له نتانیاهو سره یې لیدلي

اکتوبر 20, 2026
طالبان از نگهبانان ساختمان‌ها در کابل خواسته‌اند رفت‌وآمدها را با مخابره گزارش دهند
افغانستان

طالبانو په کابل کې له محلي ساتونکو د مخابرو او پوځي یونیفورم د برابرولو غوښتنه کړې

اکتوبر 19, 2026
هند و روسیه هفتمین دور گفت‌وگوهای ویژه درباره افغانستان و پاکستان را برگزار کردند
افغانستان

هند او روسیې د افغانستان او پاکستان په اړه اووم پړاو ځانګړې خبرې وکړې

اکتوبر 16, 2026
ترامپ مدعی شد با درخواست توقف هدف‌گیری رهبران جمهوری اسلامی موافقت کرده است
امریکا

ټرمپ: د ایران چارواکو رانه غوښتي چې نور د دوی مشران په نښه نه کړم

اکتوبر 15, 2026
رئیس‌جمهور اوکراین روسیه را به نقض آتش‌بس انرژی متهم کرد
نړۍ

روسیې د کییف پر برېښنا او تودوخې ستر مرکز توغندیز برید کړی؛ زېلېنسکي د انرژۍ د اوربند د ماتېدو ادعا کوي

اکتوبر 14, 2026
کیم جونگ اون از موزیم تسلیحاتی کوریای شمالی با نمایش موشک قاره‌پیما بازدید کرد
امنیت

کیم جونګ اون د وسلو موزیم پرانیست؛ د امریکا د خاورې په نښه کولو وړ توغندی هم نندارې ته وړاندې شوی

اکتوبر 13, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
سفر اعلام‌نشده وزیر دفاع امریکا به اسرائیل هم‌زمان با گمانه‌زنی‌ها درباره حمله به ایران

د امریکا د دفاع وزیر اسراییلو ته نااعلان شوی سفر کړی او له نتانیاهو سره یې لیدلي

اکتوبر 20, 2026
طالبان از نگهبانان ساختمان‌ها در کابل خواسته‌اند رفت‌وآمدها را با مخابره گزارش دهند

طالبانو په کابل کې له محلي ساتونکو د مخابرو او پوځي یونیفورم د برابرولو غوښتنه کړې

اکتوبر 19, 2026
در تیراندازی به موتر تایگر شروف در بمبئی، راننده و یک هوادار زخمی شدند

د بالیووډ پر لوبغاړي ټایګر شروف وسله وال برید؛ درې کسان ټپیان شوي

اکتوبر 19, 2026
وزیر امر بالمعروف طالبان خواستار پرهیز کارمندان از تعصب شد

حنفي د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو ته د قومي او ژبني تعصب د مخنیوي سپارښتنه وکړه

اکتوبر 18, 2026
سازمان ملل: ۴۲۶ میلیون زن و دختر در سال ۲۰۲۶ در فقر شدید زندگی می‌کنند

ملګري ملتونه: په نړۍ کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې له سختې بېوزلۍ سره مخ دي

اکتوبر 17, 2026
رهبر طالبان از آموزش گفت؛ اما دختران همچنان پشت دروازه مکاتب مانده‌اند

هبت‌الله آخندزاده پر زده‌کړو ټینګار کړی؛ خو د نجونو د تعلیم په اړه یې څه نه دي ویلي

اکتوبر 16, 2026

مشهور مطالب

  • فرحناز اسپد، روزنامه‌نگار و مجری ایران اینترنشنال، پس از بیماری درگذشت

    فرحناز اسپد، خبریاله او د ایران انټرنشنل ویانده، په ۳۷ کلنۍ کې مړه شوه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د ۱۷ کلنې رقیې د مشکوک مړینې راپور؛ له دوو جبري ودونو سره یې مخالفت کړی و

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ټرمپ: که د ایران خلک وسلې ولري، مقاومت کولی شيد امریکا د ولسمشر تازه څرګندونې

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

سفر اعلام‌نشده وزیر دفاع امریکا به اسرائیل هم‌زمان با گمانه‌زنی‌ها درباره حمله به ایران
نړۍ

د امریکا د دفاع وزیر اسراییلو ته نااعلان شوی سفر کړی او له نتانیاهو سره یې لیدلي

اکتوبر 20, 2026
طالبان از نگهبانان ساختمان‌ها در کابل خواسته‌اند رفت‌وآمدها را با مخابره گزارش دهند
افغانستان

طالبانو په کابل کې له محلي ساتونکو د مخابرو او پوځي یونیفورم د برابرولو غوښتنه کړې

اکتوبر 19, 2026
در تیراندازی به موتر تایگر شروف در بمبئی، راننده و یک هوادار زخمی شدند
نړۍ

د بالیووډ پر لوبغاړي ټایګر شروف وسله وال برید؛ درې کسان ټپیان شوي

اکتوبر 19, 2026
Please enable JavaScript in your browser to complete this form.
Loading

  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
SAVED POSTS