محصل کابل پوهنتون: د ازبکي خولۍ له امله ووهل شوم

د کابل پوهنتون یو محصل ادعا کړې چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د ازبکي خولۍ د اغوستلو له امله ترې پوښتنې کړې او وهلی یې دی.

دغه محصل ویلي چې خولۍ یې د ازبکانو د فرهنګ نښه ده، خو د طالبانو وزیر دا کار له سیاسي فعالیت سره تړلی بللی دی.

هبت‌الله یعقوب‌اوغلو، چې د ازبکي ژبې او ادبیاتو محصل دی، په یوه ویډیو کې ویلي چې طالبانو له محصلینو غوښتي خولۍ واغوندي او ځینو محصلینو محلي ازبکي خولۍ غوره کړې ده.

د هغه په وینا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو شمېر محصلین د پوهنتون چاپېریال پاکاوه او د وزیر موټر هلته تم شو.

هغه ادعا کړې چې لومړی د وزیر ساتونکو د خولۍ په اړه پوښتنې وکړې او وروسته خپله وزیر د محصلینو پوښتنې پیل کړې.

تر اوسه د طالبانو چارواکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

Exit mobile version