شانګهای سازمان: د افغانستان وضعیت تر څار لاندې دیغړي هېوادونه د سیمه‌ییزو اغېزو په اړه اندېښمن دي

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي نورلان یرمِکبایف ویلي چې د افغانستان وضعیت د دې سازمان د غړو هېوادونو تر دقیقې څار لاندې دی.

هغه ویلي چې غړي هېوادونه پوهېږي چې د افغانستان وضعیت پر ټولې سیمې اغېز لري، په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې له دې هېواد سره ګډې پولې لري.

یرمِکبایف زیاته کړه چې د شانګهای سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس ډله مخکې فعاله وه، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې فعالیتونه ځنډول شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې سره له دې، افغانستان لا هم د دې سازمان د پاملرنې په مرکز کې دی.

په ورته وخت کې، د روسیې ولسمشر مخکې د دې تماس ډلې د بیا فعالېدو ملاتړ کړی او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر هم د دې ډلې د احیا غوښتنه کړې وه.

یرمِکبایف همداراز وویل چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ وضعیت هم د دې سازمان تر څار لاندې دی.

هغه زیاته کړه چې سازمان تل د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو له لارې د ستونزو د حل غوښتونکی دی، خو تر اوسه هېڅ رسمي غوښتنه د دې سازمان له ظرفیتونو د کارولو لپاره نه ده شوې.

Exit mobile version